Back to top

SPEZIELL Pashtu

ځانګړي فضلات

ځینې خځلې یعني ګند داسې چې باید د عام ګند سره ګډ وا نه چول شي. د داسې ګند نه د ځان خلاصي لپاره اړیکه ونیسئ:

- ځايي چارواکو سره

- د خځلو د ځای کولو شرکت (هغه خلک چې په جرمني کې د خځلو د سنبالولو چارې پرمخ وړي)

- د خپل کور مالک یا د ودانۍ (بلډنګ) د خیال ساتونکي سره

- ګاونډیو او ملګرو سره چې پوهېږي چې باید څه ورسره وشي

 

داسې خځلې چې ډېر ځای نیسي (غټې خځلې):

د غټ ساېز خځلو مرمت کېږي او بیا کارېږي یا د انرژۍ د پیدا کولو لپاره سوځول کېږي.

د غټ خځلو مطلب هغه ګند دی چې د ګند په ډبیو یا کودیو کې نه راځي (لکه کټونه، سوټ کېسونه، المارۍ، باېسیکلونه).

مهمه خبره: تاسې اجازت نه لرئ چې په خپل سر غټ ګند کوم یوه ځای کې وغورځوئ یا اور ورکړئ. دا د سزا وړ جرم دی.

 

برېښنايي کباړ:

په برېښنايي آلو (اوزارو) کې ارزښت لرونکي مواد وي، خو په دغو کې خطرناک مواد هم وي. زاړه یا مات بریښنایی څیزونه جوړېږي او د استعمال شویو آلو په توګه خرڅېږي یا په برخو وېشل کېږي، چې دغه شان ګټورې برخې يې د نورو څیزونو په جوړولو کې په کار راشي.

برېښنايي کباړ مطلب هغه څیزونه چې د کرنټ تار یا بېټري لري (لکه، د جوسو مشین، ټي وي، موبایل، د جامو (کالي) مینځلو مشین، لمدو ویښتو وچولو مشین).

 

زاړه کالي:

زړې جامې یا خو بیا استعمالېږي یا ترې کمبلې او رختونو جوړېږي. دغه کار کولو لپاره باید زاړه کالي پاک او (په یوه کڅوړه) کې تړل شوي وي.

زړو جامو کې استعمال شوې جامې، پېزار (څپلۍ، بوټان)، کمبلې، او د بسترو روجایی (پټکي) راځي. د زړو جامو د غورځولو لپاره خپل خاص ډبي ټاکل شوي وي.

 

خطرناک مواد:

زهرجن او خطرناک ګندونه د انسانانو - په خاصه توګه د ماشومانو- او هم د ځناورو او بوټو - د حفاظت په خاطر له نور ډول ګندونو بېل ټولېږي.

خطرناک مواد، د بېلګې په توګه، په بېټریو، انرژي بچت کوونکو لېمپونو، او کیمیکلو (لکه ګوند، د دیوالونو رنګ، د موادو د حلولو مایعاتو) کې وي.

خطرناک مواد په خپلو پېکټونو باندې انتباهي لېبلونه (د خبرداري پېغامونه) او سمبولونه (علامتونه) لري.